هالنډ د عمان ټیم ته په ۵ ویکټونو ماتې ورکړه

تاند- د کرکټ د نړیوالې شورا د دوهم درجې د ۸ لوبډلو ترمنځ د صحرا کپ د سیالیو په دوام کې نن /یکشنبه/ د هالنډ یا نیدرلنډ ټیم عمان ته په ۵ ویکټونو او ۴ توبونو ماتې ورکړه.

د دې شل اووریزې سیالۍ پچه عمان ګتلې وه او سیال ټیم ته یې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۱۴۷ منډې هدف وټاکه خو هالنډي لوبغاړو په ۱۹ اوور او ۲ توپ په داسي حال کې چې ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي ول، هدف پوره کړ.

ټاکل شوې ده نن بله مسابقه د نامیبیا او متحده عربي اماراتو ترمنځ وشي. دا دوه لوبډلې له افغانستان سره په یوه ګروپ کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *