د افغانستان ایمزجنګ لوبډلې عمان ته په ۱۱۲ منډ‌و ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان ایمرجنګ لوبډلې د اسیايي جام سیالیو په لړ کې نن خپله درېمه سیالي د ۱۱۲ منډو په توپیر له عمانه وګټله.

لومړی بیټنګ افغان لوبغاړو وکړ او سیال ټیم ته یې ۲۵۳ منډې هدف وټاکه.

د عمان لوبغاړي په داسې حال کې وسوځېدل چې ټولټال یې ۱۴۰ منډې کړې وې.

کریم جنت، ضیاالرحمن اکبر او نجیب ځدراڼ هر یوه دوه – دوه لوبغاړي وسوځول. قیس احمد، عظمت الله عمرزي او شاهد الله کمال یو – یو ویکټ واخیست.

نجیب ځدراڼ نه یوازې دوه لوبغاړي وسوځول، بلکې ۸۳ منډې یې هم وکړې او د دې مسابقې غوره لوبغاړی ونومول شو.