په اسیا ایمرجینګ جام سیالېو کې افغانستان د عمان پر وړاندې لوبیږي

حضرت عثمان نوري 

د ۲۰۱۹ کال د اسیا ایمرجینګ جام د سیالېو کوربه توب دوه هېوادونه پاکستان او سریلانکا کوي. د پاکستان کراچۍ ښار او د سریلانکا کولمبو لوبغالی د یاد جام کوربه لوبغالي بلل کیږي.

  په یاد جام سیالیو کې ټولټال ۸ لوبډلې شاملې دي چې په دوه ګروپونو وېشل شوي دي. په “الف” ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، عمان او هندوستان ګډون لري. په “ب” ګروپ کې بیا بنګلدیش، هانګانګ، متحده عربي امارات او پاکستان شامل دي. د یاد جام سیالۍ د روانې ډیسمبر میاشتې په ۶مه نېټه پېل شوې او د همدې میاشتې په ۱۵مه نېټه د سریلانکا په کولمبو کې پای ته رسیږي.

ایمر جینګ جام پنځوس اوریزې سیالۍ دي او د کرکټ اسیايي شورا ته د لیست ای لوبو درجه لري، په دې جام سیالېو کې .د ګډون کونکو لوبډلو له لورې له ۲۳ کلونو کم عمره ځوانان ګډون کولای شي

سبا دوشنبه په یاد جام سیالېو کې افغانستان د عمان پر وړاندې خپله دریمه سیالۍ ترسره کوي، هېره دې نه وي چې افغانستان له دې وړاندې ددې جام دوه سیالۍ بایللې وې.

باید وویل شي چې د تېر کال ایمرجینګ جام سیالۍ په ۲۰۱۷م کال د بنګلدیش په کوربتوب د ۸ لوبډلو په ګډون ترسره شوې وې چې پایلوبه کې سریلانکا او پاکستان ولوبېدل، سریلانکا وکولای شول چې پاکستان ته ماته ورکړي او د تېر کال اتلولي په خپل نوم کړي.