لویې څارنوالۍ د فوټبال د فدراسیون د ريیس او ۶ غړیو دندې وځنډولې

تاند- د افغانستان لویې څارنوالۍ د نجونو د فوټبال د څو لوبغاړو له شکایته وروسته د هیواد د فوټبال د فدراسیون د رييس او ۶ غړیو دندې وځنډولې.

لویې څارنوالۍ وروسته له دې پر دې قضیې غور پیل کړ چې تېره اوونۍ ولسمشر غني امر وکړ چې دا قضیه باید په جدي ډول وڅېړل شي.

د ولسمشر غني دفتر هم د لویې څارنوالۍ له لوري د دې قضیې په تړاو د فوټبال د فدراسیون د ريیس کرام الدین کریم او د دې فدراسیون د ۶ غړیو د دندو تعلیق تایید کړ.

د ولسمشر غني یوه سلاکار فضل فضلي په یوه ټویټ (ټویټري پیغام) کې وویل چې لویې څارنوالۍ دا پرېکړه له لومړنیو تحقیقاتو وروسته وکړه.

د نجونو د فوټبال پخوانۍ کیپتانې خالدې پوپل او څو نورو لوبغاړو شکایت کړی چې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون ريیس، روزونکي او نورو نارینه غړیو ځورولي او حتي جنسي تېری یې پرې کړی دی.

د دوی شکایت د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا هم جدي ګڼلی او په نړیواله سویه یې په دې اړه د تحقیقاتو امر کړی دی.

فیفا ویلي چې د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبغاړو ورته شکایت کړی چې کرام الدین کریم او د فدراسیون نورو مسوولانو له دوی سره بدسلوکي کړې ده.

دوی ویلي چې دا کار په افغانستان کې او د فوټبال د فدراسیون په دفتر او همداراز تېره میاشت په اردن کې د روزنې په کمپ کې شوی دی.

د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون یوه ویندوی ویلي چې د دوی په مقرراتو کې د دا ډول چلند په وړاندې زغم (صفر) دی او دوی دا مسله په داسې ډول څېړي چې د قضیې قربانیانو ته زیان ونه رسېږي.

همل کمپنۍ، چې د افغانستان د نجونو د فوټبال له ملي لوبډلې سره مالي او نورې مرستې کوي، ویلي چې د افغانستان د فوټبال له فدراسیون سره اړیکې یومخه پرې کوي.

خو د فوټبال فدراسیون د لوبغاړو تورونه ردوي او وايي، کله چې لوبغاړي له ټیمه ووځي دا ډول تورونه لګوي.