ویسټ انډيز بنګله دیش په دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ کې مات کړ

حضرت عثمان نوري

نن د (ډيسمبر ۱۱) مه د بنګله دیش د پلازمینه ډاکه میر پور لوبغالې کې کې ویسټ انډيز د کوربه هېواد بنګلدیش پر وړاندې په دوهمه پنځوس اوریزه سیالۍ کې ولوبېدل، د لوبې پچه ویسټ انډيز وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.

بنګله دیش لوبډلې نن په سکواډ کې دغه لوبغاړي ولوبول.

لوبډلمشر مشرفي مرتضی، تمیم اقبال، لیټون ډاس، امرو القیس، سومایه سرکار، ویکټ ساتونکی مشفق الرحیم،  شکیب الحسن، محمد الله، مهدي حسن، مصطفیزور رحمان او روب الحسین.

د بنګله دیش له لورې د توپوهنې لپاره د پېل دوه پياوړي لوبغاړي (مشفق الرحیم او تمیم اقبال) راووتل، تمیم ښه توپوهنه پېل کړه او ۵۰ منډې یې وکړې. د لوبې ۲۵ اور روان وو او کوربه لوبډلې د ۲ لوبغاړو په زیان د ۵.۳۱ رنځ ریټ په درلودلو سره هغه مهالل ۱۲۸ منډې درلودې. د بنګله دیش له لورې مشفق الرحیم ۶۲، شکیب الحسن ۶۵ او محمد الله ۳۰ منډې وکړې.

د بنګله دیش له لورې په لوبه کې ۲۰ څلوریزې او ۲ شپږیزې ووهل شوې. بنګله دیش لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبېدا سره سیالې لوبډلې ته د ۲۵۶ منډو هدف ورکړ. ویسټ انډيز لوبډله توپوهنې ته د پېل خپل دوه پیاوړي لوبغاړي را ولیږل او شای هوف طوفاني توپوهنه وکړه، نوموړي نن د ویسټ انډيز په بریا کې ستر رول ولوباوه او ۱۴۶ منډې یې وکړې. ویسټ انډيز لوبډلې د لوبې په وروستي اور کې یاد هدف ترلاسه کړ او لوبه یې د ۴ لوبغاړو او د ۲ توپونو په شتون وګټله.

د ویسټ انډير لوبډلې له لورې په ننۍ سیالۍ کې دغه لوبغاړي ولوبېدل

چندرا پول هینراج، شای هوف، ډیرن براو، مارلون سمیولز، شیمرون هیټمېر، رومان پول، روسټن چیس، کیمو پاول، ډوینډرا بیشو، کیمار روچ او اوشان توماز.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې همدې لوبډلو یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې وه چې هغه سیالۍ بنګله دیش ګټلې وه.