د ملي لوبډلې مشر روزونکی؛ د لوبډلمشرانو په ټاکلو کې راسره مشوره نه ده شوې
فضل الله فضلي
د ویسټ انډیز پخوانی لوبغاړی او د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سر روزونکی وايي چي د نړیوال جام وروسته به د افغان لوبډلې سره د روزونکی په توګه خپله دنده پای ته ورسوي.
د فیل سیمونز د دندې قرارداد د جولای میاشتي پر ۱۵ نېټه پای ته رسیږي او د نړیوال جام وروسته به خپله دنده پریږدي.
سیمونز وايي:
«ما په دې اړه فکر کړی، چې نور به د یوې بلې لوبډلې سره دنده پیل کړم.»
فیل سمونز د خپلې دندې د پرېښېدو یو عمده لامل دده سره د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په ټاکلو کي، نه صلاح او مشوره یاد کړل.
نوموړي وویل:
«د اصغر په بدلولو کې زما سره کرکټ بورډ هیڅ مشوره ونه کړه او نه یې په دې اړه خبر کړم.»
دوی د لوبډلو لپاره مختلف لوبغاړي لوبډلمشران وټاکل، چي دا په دې وخت کي هیڅ مناسب کار ونه سو، بلکه د نړیوال جام وروسته دې سوی وای.
نوموړي له اتلسو میاشتو څخه زیات د ملي لوبډلي لپاره د مشر روزونکی دنده ترسره کړل.
دده په روزنه کې افغان لوبډله پنځوس اوریز نړیوال جام ته په لسو غورو لوبډله کې راغله.
همداراز د ایرلنډ، زمبابوې او په ټوله کي د لومړۍ ټیسټ لوبې او سیریزونو بریاوې شاملې وې.
د نوموړي د روزنې پر مهال ملي لوبډله او لوبغاړي ښه وځلېدل او ښې بریاوې یې هم ترلاسه کړې.
اصغر افغان د ملي لوبډلې لپاره ۴ کاله لوبډلمشري وکړه، چې د نورو نړیوالو لوبډلمشرانو په پرتله یې د بریا سلنه زیاته وه.