یو بل ویاړ، ظاهر خان د کارابین کرکټ لیګ ته وپېرل شو

جعفر هاند

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیڼ لاسي ورو توپ اچونکی ظاهر خان د ویسټ انډیز په تجارتي سیالیو کې واخیستل شو. د لوبغاړو د پېرلو بولي د چهارشنبې په ورځ (مۍ۲۲) په لندن کې وه. جمیکا تلواس لوبډلې ظاهر خان واخیست، د هغه قیمت یې اعلان کړی نه دی.

دا لومړی ځل دی چې ظاهر خان په دغه لیګ کې اخیستل کیږي. د افغانستان له خاورې شاوخوا ۳۲ لوبغاړو نومونه دغې بولۍ ته استولي وو، خو ظاهر خان ترې غوره شو.

ظاهر خان په ټي۱۰، د انګلنډ د بلاست ویټالټي په شل اوریزو سیالیو او بنګله دېش په پریمیر لیګ کې هم لوبېدلی دی.

قیس احمد، محمد نبي او راشد خان تېر کال او وړم کال په دغو لیګونو کې لوبېدلي وو.

دا سیالۍ د ۲۰۱۹م په سپتمر کې پلان شوي دي چې د ویسټ انډیز د لوبغاړو په ګډون په کې د نړۍ یو شمېر مشهور لوبغاړي هم لوبیږي.

یاده دې وي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې څخه راشد خان، محمد نبي، او مجیب الرحمن درې هغه پیاوړي او مخکښه لوبغاړي دي چې د نړۍ په بېلابېلو لیګونو کې لوبیږي او د هندوستان په آی پي ایل لیګ کې خو پرته له پيرلیست څخه لوبډلې ته غوره شول، هلته ښې لوبې وکړې او د پام وړ مینه وال یې لاسته راوړل.