د افغانانو لپاره یو بل ویاړ؛ نجیب ځدراڼ په کاناډا لیګ کې وپېرل شو

خان وزیر عابد

د کاناډا کورنېو ( ګلوبل ټونټي) سیالیو لپاره د لوبغاړو نیلامۍ پړاو تیره شپه د کاناډا په ټورانټو ښار کې ترسره شو چې پکې افغان لوبغاړی نجیب الله ځدراڼ د وینیپګ هاکز لوبډلې لخوا واخیستل شو.

نجیب الله ځدراڼ اوسمهال په نړیوال جام سیالیو کې د افغان کریکټ ملي لوبډلې سره مل دی چې په څلورو سیالیو کې یې ۱۱۳ منډې جوړې کړي دي.

د کاناډا په کوربتوب د ګلوبل شل اوریزو سیالیو لپاره د نړۍ څلویښتو هیوادونو څخه ۱۰۰۰ لوبغاړو نوم لیکنه کړي وه.

د نړۍ د مشهورو لوبغاړو ترڅنګ دا ځلې د هند کریکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی یوراج سینګ هم پدې سیالیو کې برخه اخلي. د کاناډا ګلوبل ټونټي یا شل اوریزې سیالیو دویم پړاو د راتلوونکي جولاۍ میاشتې په پنځه ویشتمه نیټه پیلیږي چې د اګسټ تر یوولسمې نيټې به دوام وکړي.

پدې سیالیو کې ټولې شپږ لوبډلې ګډون کوي چې د دوی ترمنځ به ټولټال ۲۲ سیالۍ د کاناډا په برمټن او انتاریو ښارونو کې ترسره شي.

د نجیب ځدراڼ اړوند وینیپګ هاکز لوبډله کې شامل دغه لوبغاړي لوبیږي: کریس لین، جې پي ډومني، ډواین براوو، ډواین سمهت، عمر اکمل، ریاض عمرت، پال وېن مکرن، نحیب الله ځدراڼ، سومپل کامی، رمیز شهزاد، شیمان انور، سونی سوهل، حمزه طارق، کلیم ثناءالرحیم، عمیر غني، رومیش ارینګا او وېرون سېدو.