کیڼ لاسی حشمت الله شهیدي وپيژنئ

ــ سید ادریس ولیزاده

حشمت الله شاهدي د افغانستان ملي لوبډلې حوصله ناک لوبغاړی دی، چې په کېڼ لاس توپوهنه او په ښي لاس سوکه اف بریک توپ اچوونه کوي.

شاهدي په ۱۹۹۴ کال کې په لوګر ولایت کې زیږیدلی دی، نوموړی اوس ۲۴ کلن دی او په ملي لوبډله کې په خورا حوصلې خپله لوبه په ډېر غوره تخنیک مخته وړي.

د حشمت شهیدي یوه غوره ځانګړنه دا ده چې فشار نه مني او د هوايي هیټ هڅه نه کوي، لوبې ته ښه پام ساتي، له همدې کبله په سیالۍ کې دی زیات وخت ډېر توپونه هم لوبوي او په میدان کې د کافي وخت لپاره پاتې کیږي.

دغه افغان کرکټر په ۳۷ یو ورځنیو لوبو کې د ۳۴،۳۷ اوریج او ۶۴،۸ سټرایکریټ سره ۱۰۳۱ منډې لري، چې په یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۹۷ دي.

حشمت په یو ورځنیو لوبو کې اووه ځلې ناټ اوټ پاتې شوی، دی تراوسه پورې درې شپږېزې او ۸۸ څلورېزې وهلې دي، چې نهه پنځوسېزې یې هم په سیالۍ کې شاملې دي، خو کومه سلېزه نه لري.

حشمت الله شاهدي په یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان لپاره کلیدي او غوره لوبغاړی بلل شوی دی.