د نړېوال جام وړاندې تمریني سیالۍ څومره مهمې دي؟

 عمران نایاب

دا چې د سبا/جمعه/ افغان کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره تمریني لوبه لري او په ټلویزیون هم ښودل کېږي، نو د تمریني لوبو په اړه به لږ مالومات درکړم، دا چې دا سیالي د افغان لوبډلې لپاره څومره مهمه ده؟ په اړه یې دلته خبرې کوو.

د هر نړېوال جام یا هم د آی سي سي د ټورنمېنټونو مخکې یو څو تمریني لوبې ترسره کېږي، تر څو لوبډلې خپله یولس کسیزه لوبډله جوړه کړي.

ښه خبر دا دی چې دغو تمریني لوبو کې یو لوبډله کولای شي، خپل ټول ۱۵ لوبغاړي ولوبوي ، یعنې د بېټنګ وخت کې به له ۸ تر ۹ توپوهونکي لوبولای شو او د توپ اچوونې په وخت کې خپل ټول توپ ویشتونکي توپ اچوونې ته را وستی شو، په بله مانا دې لوبو کې به یولس کسیزه لوبډله نه وي!

په میدان کې به یولس لوبغاړي وي او ملي لوبډله کولای شي چې لوبغاړي ژر ژر بدل کړي.

زیات وخت تمریني سیالۍ لکه څنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه ددې لپاره کیږي چې د بېلابېلو لوبغاړو کار کرده ګي پکې معلومیږي.