د ايرلينډ پر وړاندې شل اووريزې لوبې څومره مهمې دي؟

دعوت خان

که د افغانستان کرکټ ملي لوبډله راتلونکې ۳ شل اووريزي لوبې وګټي او ايرلينډ کلين سويپ کړي، نو افغانستان ته به يوازي يو امتياز ورکول کيږي، نومرې به يې د ۹۲ څخه ۹۳ ته پورته سي او د کرکټ نړيوذلي شورا په درجه بندۍ کي به پر خپل اتم مقام پاته سي.

او که چيري ايرلينډۍ لوبډله ننۍ لوبه وګټي نو افغانستان به ۲ او که دويمه لوبه وګټي افغانستان به ۴ او که دريمه لوبه هم ايرلينډ وګټي نو افغانستان به ۳ امتيازونه له لاسه ورکړي چي د کرکيټ د نړيوالي شورا په درجه بندۍ کي به ټولټال ۹ امتيازونه له لاسه ورکړي.

پدې سره به افغان لوبډله د اتم مقام څخه نهم مقام ته ولاړه سي او سريلانکا به يې ځای ونيسي.

همدارنګه به ايرلينډۍ لوبډله د ۳ واړه لوبو په ګټلو سره د ۱۷م مقام څخه ۱۴م مقام ته پرمختګ وکړي.