د افغانستان یو بل ویاړ ظاهر خان ځلیږي

فضل الله فضلي
ظاخار ن او مجیب الرحمن به د ۲۰۱۹ کال د اسټرالیا کرکیټ غوره لیګ یا بیګ باش کي د بیسبېن هیټ لوبډلي لپاره ولوبیږي.
مخکې له دې لوبډلې سره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې څخه یوازې مجیب الرحمن چې په مجیب ځدران هم شهرت لري، غړیتوب درلود.
په دې لوبډله کې ۱۵ لوبغاړي لوبیږي، چې ۱۳ خپله د اسټرالیا دي او پاتې دوه بهرني لوبغاړي مجیب او ظاهر خان شامل دي.
په ټوله آسیا کي دا ویاړ یوازې د افغان لوبغاړو دی، چې له دې لويې وچې څخه په اسټرالیا کرکټ لیګ کې تر ټولو ډېر لوبیږي.

راشدخان، محمدنبي او قیس احمد هم په دې لیګ کې لوبیږي.

شل کلن ظاهر خان د افغانستان تابعیت لري او د ۱۹۹۸ میلادي کال د ډيسمبر په ۲۰ مه نېټه زېږدلی دی چې شل کاله عمر لري.

په کیڼ لاس توپوهنه او لیفټ آرم توپ اچونه کوي. خان په لوبډله کې زیات وخت د توپ اچوونکې په حېث لوبیږي.

ظاهر خان خپله لومړۍ نړېواله ټېسټ سیالۍ د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډله کې د بنګله دېش په خلاف د روان ۲۰۱۹ م کال د همدې سپټمبر میاشتې په ۵مه نېټه او خپله لومړۍ نړیواله پنځوس اوریزه سیالۍ یې بیا د ایرلنډ خلاف د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په ۱۰ مه نېټه ترسره کړه.