لنډ ورزشي خبرونه

 محمود خان منندوی

د ټاټنهام روزونکي مائوریسیو پوچټنیو اعلان کړه، چې ‌ډني رز، سرژ اوریر، لوسلسو، سیسینون او فویټ د المپیاکووس پر وړاندې نه شي لوبیدلی.

رسمي: روما کلب د 2019/20 فصل درېیم لباس معرفي کړی.

تر 11 روزونکو وروسته، فرانک لمپارډ د چیلسي لومړی روزونکی شو، چې په چمپیونز لیګ کې یي خپله لومړۍ لوبه بایلوده.

په تیرو 11 روزونکو کې 10 یي لومړۍ لوبې ګټلې وې او یوه یي مساوي شوې وه.

کلوپ د 2008م کال راهیسې چې د ډورټمنډ سره یي یوډینزي ته ماته ورکړې وه، په اخیرو 5 لوبو کې چې د ایټالیا د کلبونو پر وړاندې په ایټالیا کې لوبیدلی دی، پنځه سره یي بایللې دي.

د چمپیونز لیګ په اخیرو 25 کلونو کې لیورپول لومړۍ اتلولۍ ګټونکې لوبډله ده، چې د دې لیګ نوی فصل یي په ماتي سره پیل کړی.

د اخیر ځل له پار اث میلان د اتلولۍ ګټونکې لوبډلې په توګه په 1994/95 فصل کې د ایاکس څخه ماته خوړلې وه.

ظاهر خان هم د مجیب د لوبډلې له لوري واخېستل شو!

له محمدنبي، راشدخان، مجیب او قیس احمد وروسته ظاهرخان پکتین هم بیګ باش لوبو کې واخیستل شو او له مجیب سره به یو ځای دې لوبډله کې لوبیږي.