لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

د افغانستان فوټبال غوره لیګ: ددې ليک په دوهمه لوبه کې شاهين آسمايي فوټبال ټيم 0–1 د عقابان هندوکش فوټبال ټيم ته ماته ورکړه. د شاهين اسمايي فوټبال ټيم لپاره امان الله سرداري د لوبې په لومړۍ نيمايي کې په وروستۍ دقيقه کې ګول وهنه وکړه.

د اروپا د پنځو معتبره لیګونو غوره نهمه شمېره لرونکي لوبغاړي.

دوه کاله مخکې په دې ورځ، وین روني تر الن شیرر وروسته دوهم لوبغاړی شو، چې په غوره لیګ کې یي 200 ګولونه پوره کړل.
د مونټي کارلو راډیو: موناکو غواړي د چیلسي څخه باکایوکو په قرضي توګه واخلي او خپله د لوبغاړي سره هم توافق ته رسیدلی دی، خو چیلسي د دې انتقال سره مخالف ده.

رسمي: ډاویډي زاپاکوسټا د چیلسي څخه په قرضي توګه د روما سره یو ځای شو.
رسمي: د پاریس سېنت جرمن کلب او د سنګال او مالي ملي لوبډلو پخوانی فرانسوی روزونکی الن ژیرس د ټونس روزونکی شو.

د افغان کرکټر محمد شهزاد د پاسپورټ څيرولو اوازاې په ثبوت سره رد کړې. محمدشهزاد محمدي دومره په تنګ راغلی چې اوس يې په يوې ويډيويي پيغام کې خپل پاسپورټ په ښودلو سره ويلي چيېپاسپورټ يې ندی څيرلی.  شهزاد وايي هرڅوک چې په ده پسې منفي تبليغات کوي دا ظلم دی او هغوی نه خپل پرعزت دي او نه هم د بل.