وروستي ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

د کاسټاریکا رسنیو خبر ورکړی، چې ناواس سبا د پاریس سېنټ جرمن سره د یو ځای کېدو په هدف پاریس ته ځي.

رسمي:
د انګلستان د بوري په نوم 134 کلن کلب د مالي ستونزو له امله د فعالیته ولوید او د دې هېواد د ملي لیګ څخه ووېستل شو. دې کلب په لومړي ځل د انګلستان حذفي جام ګټلی وو.

دا کلب د 1919م کال راهیسي لومړی کلب شو، چې د انګلستان د فوټبال څخه وېستل کیږي.

رسمي: د روما ځوان دفاعي لوبغاړی انټي کوریچ په قرضي قرارداد د هسپانیا د المریا کلب سره یو ځای شو.

رسمي: د اینټر میلان برازیلی چپه دفاعي لوبغاړی ډالبرټ په قرضي یو کلن قرارداد د فیورنټینا سره یو ځای شو.

د ایورټون کلب اعلان کړه، چې یان فیلیپ ګبامین تر یوې لوبې کولو وروسته زخمي شو او دوې میاشتي به له لوبو څخه لیري وي.

دا مرکزي لوبغاړی تازه د ایورټون سره یو ځای شوی وو.

اوس درېیمه اوونۍ ده او ریالي زخمي لوبغاړي دا دي:

براهیم، اسنسیو، هازارډ، روډریگو، جیمز او ایسکو.

مینډي، یوویچ او کورټوا جوړ شول.