د افغان کرکټ بورډ یو بل غوره ګام چې د کرکټ مینه وال ډېر خوشالولای شي

خان وزیر عابد

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د کابل په کرکټ لوبغالي د شا وخوا څلور ملیون افغانیو په لګښت د کرکټ لوبې د نندارچیانو لپاره د سیوري د اسانتیا تنظیمات برابروي چې په پایله کې به یې ټول نندارچیان تر خوندي چتر لاندې په سیوري کې لوبه ننداره کړي.

د کرکټ بورډ پرېکړې له مخې، د دې لوبغالي دسیوي جوړولو چارې یې پیل شوې او د دغې ادارې د انجنیرۍ څانګې په وینا، تر راتلونکو شا وخوا ۲۵ ورځو پورې به یې ټول کار پای ته ورسیږي.

د کرکټ بورډ پر وینا د سیوري اسانتیا ټولې رغنیزې چارې به د شپږیزې لوبې له پیلېدو وړاندې بشپړې شي او د کرکټ مینه وال به وکولی شي، په مناسبه او تر خوندي چتر لاندې ټولې لوبې ننداره کړي.

د شپږیزې کرکټ لیګ لوبې هم د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ۲۶مه پیل او د اکټوبر تر اوومې نېټې پورې به دوام ومومي.

له دې مخکې په ۲۰۱۷ کال اکتوبر میاشت کې د افغانستان کرېکټ بورډ مشرانو ویلي وو چې په کابل کې د کرېکټ لوبغالي پر معیاري کولو څه باندې اته میلیونه ډالر لګوي، خو لاهم یاد لوبغالی معیاري شوی نه دی.

د ۲۰۱۷ کال په وروستۍ اکتوبر میاشت کې هم د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو ژمنه کړې وه چې د کرېکټ اوسنی لوبغالی به پراخیږي او په معیاري ډول به جوړيږي چې ۲۰ زره کسان به پر یو وخت په کې ځای شي، خو تر اوسه پورې یاده ژمنه نه ده پوره شوې او یو عادي د لایټ سېستم هم ورته نه دی جوړ شوی.

زمونږ د معلوماتو له مخې په کابل کې د کرکټ لوبغالی دا مهال شاوخوا اوو زره کسان ځایوي.

د دې ترڅنګ هغه وخت د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل ژمنه کړې وه چې د معیاري لوبغالي تر څنګ به د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو لپاره مېلمیستون، د بورډ لپاره نوی دفتر او د کرېکټ روزنې یوه معیاري اکاډمي هم جوړېږي.

خو تر اوسه پورې د بورډ هیڅ یو لوړ پوړي چارواکي دا ژمنې نه دي پوره کړي، دغه راز تر اوسه پورې د کابل کرکټ لوبغالی یوازې د لایټ سېستم هم نه لري .