افغانستان کې د لومړي ځل لپاره تر وروستي لوبغاړي د ودرېدو په نوم شل اوریزه سیالۍ پېل شوې

 فرید هوتک
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره نن په ایوبي کرکټ لوبغالي کې تر وروستي لوبغاړي د ودرېدو (Last Man Standing ) په نوم کرکټ شل اوریزه سيالۍ پيل شوې.
په افغانستان کې د دې سياليو مسؤل احمدفواد ولي زاده په خبره چې تر ډېرو هڅو وروسته یې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په همغږۍ او مرسته وکولای شول چې دغه سيالۍ پيل کړي.
د نوموړي په وینا په دې سياليو کې د افغانستان ۱۶ کرکټ کلبونه برخه لري او په لسو ورځو کې به سيالۍ پای ته ورسيږي.
د ښاغلي ولي زاده په وینا چې دغه سيالۍ تر نورو مختلفه بڼه لري هغه وايي : (( هر اور به ۵ توپونه لري، هره لوبډله به ۸ لوبغاړي لري، ۴ اوره پاور پلې لري، د ويکټو له یوې خوا به توپ اچونه کېږي، په یو توپ هغه وخت دوه کسان اوټيدای شي چې یو کیچ یا هم بولډ اوټ شي او بل لوبغاړی په منډه وسوځول شي او دې ته ورته ځيني نور قوانين هم لري))
د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي او په افغانستان کې ددې لوبې مسؤل ښاغلي حمید حسن په خپلو خبرو کې وویل: ((چی دا لوبې په نوي فارمټ کې کیږي او موږ کوښښ کوو چی ځوانانو لوبغاړو ته پدې فارمټ کې ښه زمینه سازي وکړو ترڅو دوی په راتلونکې کې ددې لارې د افغانستان لپاره ښه ستوری شي.))
ښاغلي حمید حسن زیاته کړه چی زه پخپله کرکټر یم او غواړم چی د دې لارې هم خپلو هېوادوالو او ځوانانو ته خدمت وکړم.
د کرکټ بورډ په استازولۍ د بورډ ویاند ښاغلي فرید هوتک په خپلو خبرو کې وویل چې ټولې هغه ادارې چې د کرکټ او کرکټ بورډ اصول مراعت کړي د سيالیو اجازې ترڅنګ به کرکټ بورډ اداره ورسره پوره همکاري هم وکړي.
د یادونې ده چې تر دې دمه په ۱۸هېوادونو کې دغه ډول کرکټ سيالۍ ترسره کيږي او هر کال د سيالیو نړيوال جام هم ترسره کيږي.