د لومړي ځل لپاره په شل اوریزه سیالۍ کې زمبابوې افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان او زمبابوې لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې زمبابوې پیاوړې توپ وهنې پر مټ لومړۍ ځل لپاره افغانستان ته شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه.

د لوبې پچه افغانستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

ټاکل شوو شلو اورونو پوره کېدو سره افغانستان یوازې د رحمن الله گربز پیاوړې او غوره توپ وهنې په مرسته خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۵ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته يي د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

زمبابوې لپاره مسکدزا او برېنډن ټېلر پیاوړې او چټکه توپ وهنه پیل کړه، او دواړو لوبغاړو په ۳۰ توپونو د ۴۰ منډو ملگرتیا جوړه کړه. دغه ملگرتیا د ټېلر سوځېدلو سره پای ته ورسېده، خو مسکدزا له چکابوا سره له دې هم چټکه او اوږده ملگرتیا جوړه کړه.

مسکدزا له سوځېدو څخه وړاندې له چکبوا سره په ۴۷ توپونو د ۷۰ منډو چټکه ملگرتیا جوړه کړه او له چټکې توپ وهنې او ۷۱ منډو جوړولو څخه وروسته يي خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

ځوابي توپ وهنې کې زمبابوې د مسکدزا پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۹٫۳ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۶ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يي په ۷ وېکېټو ماتې ورکړه.

افغانستان لپاره مجیب الرحمن ۲ او دولت ځدران یوه وېکېټه واخیسته.

زمبابوې لپاره مسکدزا چې دا يي وروستۍ لوبه وه په ۴۲ توپونو د څلورو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۷۱ منډو جوړولو سره پیاوړې او لوبه گټونکې توپ وهنه وکړه.