هند نیوزیلنډ ته په دوهمه شل اوریزه سیالۍ کې هم ماتې ورکړه

 د هندوستان او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ شل اوریزو لوبو دوهمه لوبه یې نن د یکشنبې په ورځ د نیوزیلنډ په اکلنډ سیمه کې ترسره شوه، چې هند کرکټ ملي لوبډلې په ۷ وېکټو وګټله.

 دې لوبه کې نیوزیلنډۍ کرکټ لوبډلې هندوستان ته د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۳ منډې هدف په واک کې ورکړ.

 هندوستان دغه هدف په اتلسم اوور کې د ۳ وېکټو په نقصان سره پوره کړ او نیوزیلنډ ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.

 د لوبې غوره لوبغاړی لوکېش راهول وپېژندل شو، هغه په دې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې په بریا ونازوله.

 له دې وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه هم هند په ۶ وېکټو ګټلې وه.

 دواړه کرکټ لوبډلې درېیمه شل اوریزه لوبه د چهارشنبې په ورځ د نیوزلنډ په همېلټن سیمه کې ترسره کوي.