هند او نیوزیلنډ نن د شل اوریزو سیالېو په لړ کې دوهمه سیالي پېلوي

هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د ۵ شل اوریزو، ۳ یو ورځنیو او ۲  ټېسټ لوبو لپاره نیوزیلنډ ته خپل سفر کړی، د دې سفر پېل د هندوستان لپاره ګټور تمام شو، ځکه خو یې له کور به نیوزیلنډ لومړۍ شل اوریزه سیالي د ۶ ویکټو په توپیر وګټله.

د لومړۍ شل اوریزې سیالۍ پېل د هندوستان د پېل لپاره ښه زېری و، ځکه نیوزیلنډ او هندوستان د کرکټ دوه پیاوړې لوبډلې ګڼل کیږي، خو هند کرکټ مینه وال بیا د نیوزیلنډ په کوربتوب ماته ورکول لویه لاسته راوړنه بولي. یادې کرکټ لوبډلې د جنوري په ۲۴ مه نېټه د جمعې په ورځ نیوزیلنډ کرکټ لوبډلې سره لومړۍ شل اوریزه لوبه پیل کړه؛ چې نیوزیلنډ، هند ته د ۵ وېکټو په لوېدو سره ۲۰۳ منډې هدف ورکړ.

هندوستانۍ کرکټ لوبډلې یاد هدف په نولسم اوور کې د ۴ وېکټو په نقصان سره د شیریاس ایئر د چټکې پنځوسیزې په مرسته پوره کړ او نیوزیلنډ کرکټ لوبډلې ته یې په ۶ وېکټو ماته ورکړه.
د لومړۍ سیالۍ لپاره د هند کرکټ ملي لوبډلې څخه د غوره لوبغاړي جایزه شیریاس ایئر ته ورکړل شوه، نوموړي په ۲۹ توپونو ۵۸ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې بري ته ورسوله.
د پنځه شل اوریزو سیالېو په لړ کې چې لومړۍ سیالي هند وګټله، نن/یکشنبه/د جنوري په ۲۶ مه نېټه دوهمه سیالي د پلازمېنې کابل پر وخت  ۱۱:۴۰ دقېقې په اکلنډ لوبغالي کې ترسره شي.