نظم الحسین: اوټیس مو ځکه وټاکه چې مونږ ورته ډېره اړتیا لرو

ولید ( خپلواک)‎

 د بنګله دېش کرکټ بورډ د سویلي افریقا پخواني چټک باولر د روزونکي په توګه وټاکه. اوټیس ګیبسن چې دغې دندې ته له ډېر پخوا لېواله و، خپل هدف ته ورسید. او ټیس د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې لپاره د تېزو باولرانو روزونکی وټاکل شو.  هغه د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې سره دغه دوه کلن تړون لاسلیک کړ. نوموړی به د بنګله دېش لوبډلې سره د پاکستان په سفر کې ملګری وي.

 د بنګله دیش کرکټ بورډ مشر نظم الحسین وویل: (( مونږ اوټیس له دې امله وټاکه چې مونږ ورته ډېره زیاته اړتیا لرو، اوټیس په نړۍ کې یو ښه او تجربه لرونکی روزونکی دی، د هغه لومړی سفر به پاکستان ته وي او په درې شل اوریزه سیالیو کې به د بنګله دیش کرکټ لوبډلې لپاره خپله لومړۍ دنده ترسره کړي. اوټیس د بنګله دیش کرکټ په تجارتي سیالیو کې د کامیلا لوبډلې مشر روزونکی و، د سویلي افریقا دغه پخواني لوبغاړی ډېر خوښ دی چې د بنګله دیش د فاسټ باولینګ د روزونکي په توګه وټاکل شو.))

 ګیبسن په خپله ورستۍ مرکه کې په شېره بنلګه لوبغالي کې خبریالانو ته یې وویل:

(( زه د چټکې توپ اچونې سره ځانګړې مېنه لرم او غواړم د بنګله دېش فاسټ باولرانو ته ښه روزنه ورکړم، زه د بنګله دېش کرکټ بورډ له غړو څخه مننه کوم چې پر ما یې دومره باور وکړ، زه به خپله پوره هڅه وکړم چې د پاکستان په سفر کې خپلو لوبغاړو ته ښه روزنه ورکړم. ))