د اسټرالیا یو شمېر پخواني کرکټران د خپل هېواد ځپلو لپاره یوه خېریه سیالي کوي

ولید ( خپلواک)

 د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخواني کرکټ لوبغاړي غواړي چې د خپل هیواد لپاره یوه خیریه لوبه ترسره کړي، په پیل کې د کریک ټیکر ویب پاڼې د درې سیالیو اعلان کړی و . استرالیا کرکټ پخوانېو لوبغاړي به د بیګ باش سیالیو د پایلوبې وروسته خپله یوه دوستانه خیریه سیالۍ ترسره کړي.

 څو ورځې وړاندې په استرالیا هیواد کې سخت اور بل شوی و چې ډېر مالي او ځاني زیان یې اړولی و.  د همدې موخې لپاره د کرکټ پخواني لوبغاړي، ریکي پونټینګ ، او شین وارن به د لوبډلې لوبډلمشران وي او ورسره به په څنګ کې  جسټین لینګر ، اډم ګیل کریسټ ، بریټ لی ، شین واټسن ، الیکس بلیک ویل او مایکل کلارک به د فبرورۍ په اتمه نیټه په سیالۍ کې برخه واخلي.

 د دغي لوبډلو لپاره دوه روزونکي معلوم شو چې د پونټینګ لپاره به پخواني لوبغاړی سیچن ټنډولکر او د وران لوبډلې لپاره به کورنټي والش د مشر روزونکي په توګه خپله دنده ترسره کړي.

 استرالیا کرکټ لوبډله به د سیالۍ وروسته کومې پیسې چې را ټولې شي، نو سره صلیب ته به ورکول شي او بیا به یې په زیانمو کورنېو وویشي چې دا د کرکټ په نړۍ کې یو ښه اقدام دی.