یو شمېر اسټرالوي کرکټران اسټرالیا کرکټ بورډ وستایل

د اسټرالیا کرکټ بورډ خپلو یو شمېر هغو لوبغاړو ته جایزې ورکړې، چې په تېر کې یې ښه کرکټ کړی او تر نورو لوبغاړو ښه ځلېدلي دي.
د اسټرالیا کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ خپلو هغو لوبغاړو ته د جایزو یا ایوارډونو ورکول په یوه غونډه کې اعلان کړل، چې پراخ مراسم پکې نیول شوي وو.
هغه اسټرالیایي کرکټ لوبغاړي چې په ۲۰۱۹ م کال کې یې غوره کرکټ کړی عبارت دي له ډېوېډ وارنر، ایلېس پېري او مېرنیوس لبوس شېن څخه ډېوېډ وارنر ته د الن بارډر ایوارډ ورکړل شو، الن بارډر د اسټرالیا پخوانی کرکټ لوبغاړی و، چې ډېر وخت یې لوبډلمشري کړې وه.
د اسټرالیا ښځینه کرکټ الراونډرې لوبغاړې الېس پېري ته بېلېنډا کلارک ایوارډ ورکړل شو.
او مېرنیوس لبوس شېن ته د کال د ټېسټ لوبو غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه