د جنوبي افریقا ای بي ډيویلیرز یو ځل بیا کرکټ ته راستنیږی

ولید ( خپلواک)

 د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی ای بي ډيویلیرز یو ځل بیا د کرکټ د شل اوریزه فارمټ لوبو ته راستنیږي.

دغه افسانوې لوبغاړي په ۲۰۱۸ م کال کې د نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ چې اوس د مينوالو او د سویلي افریقا لوبډلې ته په کتو بیا راستنیږي. د سویلي افریقا کوچ مارک باؤچر ، د یکشنبې په ورځ تاید کړه چې ای بي به سږکال د

 د شل اوریزو سیالېو نړیوال جام لپاره د ټیم برخه شي.

 ډی ویلیرز په ۲۰۱۹ م کال کې کرکټ بورډ ته وړاندیز وکړ چې په نړیوال جام کې د لوبډلې غړي کړي، خو د سویلي افریقا کرکټ بورډ یې غوښتنه رد کړه.

مارک زیاتوي مونږ په راتلونکې کې د استرالیا سره د شل اوریزه لوبو سیریز لرو، که ای بي چمتو شي، نو په لوبډله کې به ځای ورکړو.دغه راپور ESPNcricinfo  په حواله راغلی.

که د سویلي افریقا لوبډلې مخکښ لوبغاړی ، ای بي یو ځل بیا راستون شي، نو د کرکټ مینوال به یې د هر شاټ څخه پوره پوره خوند واخلي؛ ځکه ډي ویلیرز په نړۍ کې یوداسي توپ وهونکی دی چې د میدان هر اړخ ته شاټ لوبولای شي.