سټیپ سمیت: د مینه والو له سلوک ډېر خوښ یم

ولید ( خپلواک)

 د استرالیا هیواد تر ټولو نامتو په ټيسټ او پنځوس اوریزه لوبه کې د صبر او حوصلې څخه ډک لوبغاړی سټيپ سمیت  وایي:

(( ډېر خوشاله يم چې یو ځل بیا په سویلي افریقا هيواد کې د کرکټ لوبه د خپلې لوبډلې لپاره ترسره کوم.))

 دوه کاله او درې میاشتې وړاندې د استرالیا او جنوبي افریقا تر منځ د ټېسټ لوبو د لړۍ په یوه لوبه کې یوه داسې پېښه وشوه، چې د کریکټ نړۍ یې حیرانه کړه. پخوانی لوبډلمشر سټيپ سمیت پیاوړی پیلیز توپ وهونکی ډیوېډ وارنر یو غیرې قانوني کار وکړ چې له شرم ډک و، خو دوی دا کار په یو ځوان لوبغاړي بین کرافټ وکړ، دی ځوان لوبغاړی و او کم وخت یې کیده، چې د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې لباس یې پر تن کړی و.

ده د سمیت او وارنر په مشوره د روانې ټیسټ لوبې په جریان کې مخکې تر دې چې لېګ سپینر ادم زمپا خپل اور پیل کړي، توپ په ځانګړي څیز باندې وګراو(خراب) یې کړ، چې دا کار د کرکټ نړیوالې شورا ای سي سی د قوانینو خلاف عمل و.د لوبې په جریان کې دا صحنه کمیرو خوندي کړه، څو،څو ځلې په تکرار ډلول خپره شوه، او د لوبې لوبڅار چې د لوبې څارنه یې مسؤلیت دی، مجبور شو تر څو د چای په وقفه کې لوبغاړی بین کرافټ وپوښتي.

له پوښتنو او شواهدو وروسته درې واړه لوبغاړي د نړیوال کرکټ څخه بند شو. له ټاکلي ټایم وروسته بیرته درې واړه لوبغاړي د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې ته راستانه شو.

اوس په یوه تازه مرکه کې سټیپ سمیت ویلي، دلته د مینوالو سلوک ډېر ښه دی او ماسره کومه ستونزه نه لري، دلته زه ښه خاطره هم نلرم، خو تېر یادونه باید هیرکړو او د راتلونکي په اړه باید فکر وکړو.