د کرکټ جالب خبر

ولید خپلواک

د کرکټ هغه نامتو لوبغالي چې په نړیواله کچه لومړی ځای لري، پرانیسته یې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي کوي.

 کرکټ چې په نړۍ کې مشهوره او زړه وړونکې لوبه ده، ګڼ شمېر خلک ورسره مينه لري، دغه لوبه ځانته ځانګړې میدانونه لري چې د کرکټ لیدونکي یې له نږدې څاري.

اوس د هندوستان هیواد په احمد اباد سيمه کې داسې لوبغالي جوړ شوی چې د نړۍ اولترین لوبغالي به وي چې د ډېرو لیدونکو ظرفیت ولري.

د هندوستان احمداباد سیمه کې د نړۍ تر ټولو د کرکټ لوی میدان چې په یو وخت د 1,10,000 څخه د زیاتو کسانو د ځاېدلو ظرفیت لري، هندوستاني پخواني لوبغاړي ورته ډېر زیات خوشاله دي. د بي سي سي آی  مشر سوراپ ګنګولي، د یاد لوبغالي په اړه ټویټ کړی او د لوبغالي د لیدلو لپاره یې ډېره لیوالتیا ښودلې.

 دا په نړۍ کې لومړۍ نړیوال لوبغالی شو چې ګڼ شمېر د کرکټ مینوال پکې له نېږدې لوبې څارلی شي. د یاد لوبغالي پرانیست غونډه د فبرورۍ په ۲۴ نېټه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هندوستان د لومړي وزیر نیرندرا مودي، او د هندوستان د پخوانیو لوبغاړو، سچن ټنډولکر،کيپل دیو، سنیل ګوسکر، فارتیو پټيل، او د سوراپ ګنګولي په شتون کې پرانیستل کیږي.

 د ګجرات کرکټ (جي سي ای) خبر ورکړې چې باید دهیڅ شي کمي هم احساس نشي، دغه پرانیست غونډه به په ډېرو شاندارو مراسمو سره ترسره شي.