ښځينه وو نړیوال شل اوریز کرکټ جام: هند، نیوزیلنډ او ویسټ انډیز سیالۍ وګټلې

سمیع الله دراني

 د ښځينه وو نړیوال شل اوریز کرکټ جام چې دوه ورځې وړاندې پېل شوی، په لړ کې یې هند، اسټرالیا ته او په دویمه لوبه کې بیا ویسټ انډیز، تایلنډ او درېیمه لوبه کې بیا د نیوزیلنډ ښځینه کرکټ لوبډلې د سریلانکا ښځينه کرکټ لوبډلې ته ماته ورکړه.

 د هند ښځينه کرکټ لوبډلې اسټرالیا ښځینه کرکټ لوبډلې ته ۱۳۳ منډې هدف ورکړ.

 د اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د الېسا هیلي د ۵۱ منډو په مرسته ۱۱۵ منډې وکړې او لوبه ترې هندوستان په ۱۷ منډو وګټله.

 پونم یداف دې لوبه کې د هېټرېک په ترسره کولو سره څلور وېکټې واخېستې او د لوبې غوره لوبغاړې هم اعلان شوه.

 ورپسې لوبه کې ویسټ انډیز د تایلنډ ښځینه کرکټ لوبډلې ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه او د نړیوال جام درېیمه لوبه کې نیوزیلنډ ښځينه کرکټ لوبډلې د سریلانکا ښځينه کرکټ لوبډلې ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه.

 د ښځينه وو نړیوال شل اوریزجام د لس لوبډلو په ګډون د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱ مه نېټه اسټرالیا کې پیل شوی او د مارچ میاشت په ۸ مه نېټه پای ته رسېږي.