سریلانکا له ویسټ انډیز څخه ۳ واړه یو ورځنۍ سیالۍ وګټلې

د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې د درې یو ورځنیو او دوه شل اوریزو لوبو لپاره د فبروري په شلمه نېټه سفر کړی دی، چې د یو ورځنیو لوبو لړۍ د یکشنبې په ماخستن د سریلانکا په بري پای ته ورسېده.
د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې په سریلانکا کې درې واړه یو ورځنۍ لوبې وبایللې او سریلانکا ورڅخه د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ درې د صفر پر وړاندې وګټله.

لومړۍ لوبه سریلانکا په یوه وېکټ وګټله، دویمه لوبه سریلانکا په ۱۶۱ منډو ګټلې وه او درېیمه یو ورځنۍ لوبه د مارچ په لومړۍ نېټه د یکشنبې په ماخستن سریلانکا په ۶ منډو وګټله او ویسټ انډیز ته یې په لوبلړۍ کې درې د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.
د درېیمې لوبې غوره لوبغاړی انجیلیو متیوز او د ټول سیریز غوره لوبغاړی وانېنډو هسرنګا وپېژندل شو.
دواړه لوبډلې د دوه شل اوریزو لوبو پیل د چهارشنبې په ورځ کوي.