ویسټ انډیز خپل غښتلتوب ثابت کړ

 د ویسټ انډیز او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ په دویمه لوبه کې ویسټ انډیز ایرلینډ ته په یوه ویکټ ماتې ورکړه.

 په دغې لوبه کې ایرلنډ لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډیز ته د ۲۳۸ منډو هدف ورکړ.

 ایرلنډ ته پاول سټرلینګ ۶۳ تر نورو زیاتې منډې وکړې، خو ویسټ انډیز ته الزاري جاسیف څلور، شیلدون کټریل درې او خاري پیري یوه ویکټ واخیسته.

 ویسټ انډیز لوبډلې ورکړل شوي هدف ته وروستي اور کې د ۹ لوبغاړو په زیان سره ځان ورساوه او لوبه یې د یوې ویکټې او بال په شتون کې وګټله.

 ویسټ انډیز ته نیکولاس پورن ۵۲، هایدین والش ۴۶ او کېرون پولارډ ۴۰ پام وړ منډې وکړې.

 د دواړو لوبډلو ترمنځ د ویسټ انډیز په کوربه توب د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ روانه ده، چې لومړۍ دواړه یې ویسټ انډیز وګټلې او د سیریز اتله شوه.

 ټاکل شوې درېیمه لوبه یې یکشنبه له ماښام وروسته ترسره شي.