ویسټ انډیز د افغانستان د ماتې غچ له هنده واخیست

تاند- ویسټ انډیز، چې د یو ورځینیو سیالیو لړۍ یې له افغانستان سره یو پر یو مساوي کړې وه او له دې کبله یې روحي ګوزار لیدلی و، هند ته ماتې ورکړه او هغه ګوزار یې جبران کړ چې د افغانستان له ماتې وررسېدلی و.

ویسټ انډیز د پچې له ګټلو وروسته د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۱۸۹ منډې جوړې کړې چې ظاهراً لوړ هدف نه و خو د هند ۵ لوبغاړي پر له پسې په داسې حال کې وسوځېدل چې ټولتال یې ۱۹ منډې کړې وې.

په ۴۵ اوور د هند ټول لوبغاړي وسوځېدل. دوی ټولټال ۱۷۸ منډې وکړې.

د ویسټ انډیز په وړاندې د هند ماته ښيي چې د افغانستان ټیم ته زیاته هیله کېدای شي.

ویسټ انډیز اوس په یو ورځینیو مسابقو کې تر افغانستان یو نمبر وړاندې نهم ځای لري. په جون میاشت کې یې له افغانستان څخه د یو ورځنیو سیالیو لړۍ ونه ګټله چې په درجه بندۍ کې یې امتیاز زیات شي خو اوس د هند په وړاندې په ۵ یو ورځنیو سیالیو کې هیله لري چې خپل امتیازونه به لوړ کړي او په اتومات ډول به د ۲۰۱۹ نړیوال جام ته لاره ومومي.

نړیوال جام ته د رسېدو لپاره ویسټ انډیز ته دغه راز پکار ده چې هم هند ته په یو ورځینیو سیالیو کې ماتې ورکړي او هم انګلیستان او آیرلنډ مات کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *