مصباح الحق: عمر اکمل د پاکستان لپاره ښه کرکټر پاتې شوی

ولید ( خپلواک)

عمر اکمل د (این سي ای) د مشر روزونکي سره د شخړې له امله تر پوښتنې لاندې راغلی. د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی عمر اکمل پر خپله تېره قضېه پښېمانې ښودلې. عمر اکمل د فیټنیس له امله د ملي ټیم څخه لرې پاتي دی، هغه د شعیب ملک، او د محمد حفیظ په راتګ هېله تر لاسه کړې چې په راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې به د پاکستان په ګټه ولوبیږي.

نوموړي د فیټنیس په ازموینه کې د این سي ای د مشر روزونکي سره لفظي لانجه وکړه چې سمدلاسه یې راپور د کرکټ بورډ مشر انتخاب کوونکي مصباح الحق ته ورسېد.

د پلټنو او معلوماتو وروسته عمر اکمل وبښل شو او بغیر له جرمې پرته بیرته خپل کرکټ ته راستون شو.

مصباح د عمر په اړه وویل: ((مونږ د پخوانېو لوبغاړو څخه دا ډول تمه نه لرو، خو بیا هم اکمل د پاکستان لپاره ډېره ښه کرکټر پاتي شوی. عمر اکمل د پاکستان د شل اوریزو نړیوال جام سیالېو ته د راستنیدو لپاره چمتوالی نیسي.

 که څه هم هغه په ​​دې وروستیو کې له ملي لوبډلې څخه لرې شوی، عمر اکمل احساس کوي چې هغه کولی شي ډیر ژر نړیوال کرکټ ته راستون شي. عمر به د پاکستان په پي ایس ایل کې نور هم ځان کرکټ بورډ ته راښکاره کړې، تر څو یې په ملي لوبډله کې له ځانه سره ونیسي.