عمر اکمل بد قسمت ژړوي، پاکستان کرکټ بورډ له هر ډول سیالېو منعه کړی

د پاکستان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې عمر اکمل د فساد پر وړاندې اصولو څخه سرغړونه کړې او له دې امله هغه نشي کولای، چې د پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو کرکټ لیګ کې ولوبېږي.
د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې عمر اکمل د فساد پر وړاندې د اصولو ماتولو له امله د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ یا پي ایس ایل کې ونه لوبېد.
عمر اکمل پسې له ۲۰۱۱ م کال راهیسې د تېروتنو او شخړو ریکارډ ثبت شوی او له هغه وخت راهیسې تر ۲۰۲۰ م کال پورې ۱۱ قضیو کې تورن پېژندل شوی دی.
د نوموړي یوولس قضیې رسنیو سره له اجازې پرته مرکې کول، له لوبغاړو سره لفظي شخړې، د کرکټ بورډ له اجازې پرته ځېنو مېلمستیاوو کې ګډون کول، ترافیکي اصول نه مراعتول او ځېنې نورې تېروتنې شاملې دي.
عمر اکمل د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې منځنی هيټر توپ وهونکی و، چې له کابو دوو کلونو راهیسې یې لوبډله کې ونډه خورا کمرنګه وه او د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ کې له کوېټه ګلاډېئټرز کرکټ لوبډلې سره لوبېده، چې اوس پرې بندیز ولګېده او نشي کولای چې سږ کال دغه لیګ کې ولوبېږي.