د لاهور محکمې مشر چوهان: د عمر اکمل د قضیې په اړه اقدام نشو کولای

 د پاکستانۍ لوبډلې پخوانی منځنی هیټر توپ وهونکی عمر اکمل د ۲۰۲۰ م کال فبروري په شلمه نېټه د فساد په تور محکمې ته ورپېژندل شوی و، په هغه تور و، چې د فساد او فېکسېنګ قضیو کې دخیل دی، خو اوس محکمې پرېکړه کړې، چې د هغه قضیه په مالي فساد پورې نه ده تړلې بلکې ډیسیپلیني اصولو پورې تړاو لري.

 عمر اکمل د پاکستان لوبډله کې تر ۲۰۱۵ م کال پورې یو مهم لوبغاړی و، چې پاکستانۍ لوبډلې پرې ډېره تکیه کوله.

 اوس د پاکستان د لاهور ښار د فساد پر وړاندې محکمې پرېکړه کړې، چې پر هغه لګیدلي تورونه مالي فساد پورې نه دي تړلي ؛ بلکې ډیسیپلیني اصولو پورې تړاو لري.

 عمر اکمل د پاکستان لپاره ټولې ۲۲۱ لوبې کړي دي، چې منځنۍ برخه کې یې توپ وهنې پاکستان ته ډېرې لوبې رااړولي او ګټلي دي.

 د لاهور ښار محکمې مشر قاضي فضل میران چوهان وایي، چې د عمر اکمل قضیه د پاکستان کرکټ بورډ لخوا په لیکلې بڼه نه وه استول شوې او په دې اړه دوی اقدام نشي کولای.

 خو عمر اکمل له دې وړاندې په شاوخوا ۱۱ بېلابېلو قضیو کې تورن پېژندل شوی و؛ په هغه تور و، چې لوبغالو کې یې له نورو لوبغاړو ناسم لفظي چلندونه کړي دي او هم یې د پاکستانۍ لوبډلې له روزونکو سره لانجې کړي دي؛ خو دا چې د هغه لپاره به نورې قضیې وبخښل شي او کنه لا یې هم په اړه د پاکستان کرکټ بورډ پرېکړه نه ده کړې.

 عمر اکمل په ۲۰۱۴ م کال اسیا جام سیالیو کې پاکستانۍ لوبډله د افغانستان خلاف په سلیزه ونازوله او افغان کرکټ لوبډله یې ماته کړې وه.