عمر اکمل: د طبي ټېسټونو پرته دې د لوبغاړي نورې برخې وسنجول شي

ولید خپلواک

 د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی، عمر اکمل، د ملي ټیم دلوبو څخه محروم شو. هغه د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره  غوره او ښه کرکټ ترسره کړې و، دا چې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په دې وروستېو وختونو کې پر پخوانيو لوبغاړو ډېره تکيه وکړه، نو د پخوانیو لوبغاړو تمې بیا را پیدا شوي.

عمر اکمل چې ډېر وخت د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې څخه لرې پاتې شوی دی یو ځل بیا یې د ښي توپ وهنې پرمټ زړه وغوښتل چې ملي لوبډلې ته راشي.

نوموړي په خپله وروستۍ مرکه چې تېره میاشت یې کړې وه، ویلي و چې هغه به د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته شکایت وکړي، ځکه ۵ کاله یې دې ته انتظار کړی چې پر ملي لوبډله کې یو ځل بیا ولیدل شي.

اوس په تازه ټیسټ کې چې له نوموړي اخیستل شوی نو د فیټنس ستونزه یې لاهم نده حل شوی. هغه د ملي لوبډلې کمیس د دې لپار پرغاړه واچولو چې شاید له ټيسټونو څخه بریالی ووځي، خو ټیسټ اخیستونکي نوموړي ته وویل چې ته ډېر وزن لرې او ګيډه دي ډېره غټه ده، عمر اکمل پر دغه خبره ډېر ناهېلې او پر غوصه شو، هغه خپل شیرټ یا کمیس د خپل بدن څخه ووېست او ټرینرته یې وویل چې زما وزن کله ډېر دی.

 اکمل د پاکستان په کورني کرکټ کې د پنجاب لوبډلې په ګټه لوبیږي چې په وروستیو وختونو کې یې د پام وړ لوبې نندارې ته وړاندې کړې.

 عمر زیاتوي د طبي ټیسټونو پرته دې د لوبغاړي نورې برخې هم وڅیړل شي، او بیا دی قضاوت وشي. عمر اکمل خپله وروستۍ لوبه د پاکستان په ګټه د نیوزیلنډ خلاف په ۲۰۰۹ م کال کې کړې وه.عمر اکمل د پاکستان لوبډلې لپاره ۱۶، ټیسټ لوبې ترسره کړې چې پکي ۱۰۰۳ منډې د یوې سلیزې پر مټ ترلاسه کړې.

 پنځوس اوریزې یې ۱۲۱ لوبې کړې چې ۳۱۹۴ منډې پکې جوړي کړي، او ۸۴ یې بیا شل اوریزه لوبې کړې چې ۱۶۹۰ منډې یې هم ترلاسه کړي دي. عمر ډېر وخت د کرکټ څخه لرې پاتي شوی او بیا یې هم په فیټنیس کې ځان ثابت نه کړ.