عمر اکمل د درې کلن کرکټ بندېز سره مخ شو، دی اوس خواشینی دی

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې منځنی توپ وهونکی عمر اکمل د اپرېل ۲۷ مه نېټه د لاهور ښار په یوه محکمه کې د نظم اصولو په ماتولو تورن شو او په دې وجه له هر ډول کرکټ څخه درې کاله محروم شو.

عمر اکمل د دوشنبې په ورځ د اپرېل په ۲۷ مه نېټه د لاهور ښار په یوه محکمه کې د خپلې قضیې په تړاو حاضر شو.

په هغه شاوخوا ۱۲ قضیو کې تور و، چې د کرکټ نظمي اصول یې مات کړي وو او له لوبغاړو او کرکټ بورډ له مشرانو سره یې لفظي شخړې کړې وې.

عمر اکمل په ۲۰۰۹ م کال کې د پاکستان لوبډلې ته راغی او تر ۲۰۱۵ م کال پورې د پاکستان په لوبډله کې یو بریالی کرکټ لوبغاړی بلل کېده؛ خو له ۲۰۱۵ م کال وروسته یې د پاکستان په لوبډله کې ونډه کمه شوه.

هغه د دې سربېره د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ کې د کوېټې کرکټ لوبډلې سره لوبېده.

خو د ۲۰۲۰ م کال پنځم پړاو پي ایس ایل سیالیو کې ورته اجازه ورنه کړل شوه او له لوبو محروم شو.