عمر اکمل سزا ولیده، اوس یې خواخوږی وموند

ولید ( خپلواک)

 رمیز راجا د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د لنډ فارمټ کرکټ هغه لوبغاړی دی چې په تېر کې یې د پاکستان هیواد لپاره ډېر لنډ کرکټ کړې و، اوس د نړۍ مخکښ مبصر دی چې وخت ناوخت د کرکټ د بهترینه لوبغاړو ستاینه کوي.

 رمیز راجا په تازه مرکه کې ویلي: (( د عمر اکمل ۳ کاله بندېز چې پاکستان کرکټ بورډ پرې ولګاوه، دا یې سمه پرېکړه ونکړه؛ ځکه د هغه ټول کرکټ یې تبا کړ او اکمل چې بیا کرکټ ته راستنیږي، نو دا ډېر وخت ته ضرورت لري.))

رامېز راجا زیاتوي: ((همدا شان د پاکستان کرکټ بورډ شرجیل خان د بیا ځل لپاره ملي لوبډلې ته راستنوي چې هغه په تېر کې د میچ په فیکسینګ قضیه تورن شوې و، راجا زیاتوي اوس د پاکستان کرکټ بورډ لپاره ښه وخت دی چې د میچ فیکسینګ کولو لپاره داسي قانون جوړ کړي چې نورو ترې عبرت واخلي، ترڅو په راتلونکې کې دغه کړنه ترسره نشي)).

 یاده دې وي چې پاکستان کرکټ لوبغاړي ډېری په دغه تور تورنیږي چې د خپل هیواد په سرنوشت د پيسو په بدل کې لوبې وکړي.