لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

کالورټ لوین نننۍ لوبه کې په 49 مه ثانیه کې پر ارسنال ګول وواهه.  دا د غوره لیګ کورنیو لوبو کې د ارسنال تر ټولو تیز ګول وو، چې وې خوړ.

 دا د غوره لیګ تاریخ کې دوهم ځل دی، چې ارسنال په یوه کورنۍ لوبه کې په لومړۍ دقیقه کې یې ګول وخوړ.

 لومړی ځل په 2007 کې د فولام پر وړاندي وو، چې په 51مه ثانیه کې یې ګول وخوړ.

بوکایو ساکا د دې فصل ټولو لوبو کې د ارسنال له پاره 10 د ګول پاسونه کړي دي. د ارسنال د دې فصل لومړی لوبغاړی دی، چې د ګول پاسونه یي دوه چنده شول.

منچسټر یونایټډ په دې فصل کې د لومړي ځل له پاره د غوره لیګ دریو پرلپسې لوبو کې ګول نه دی خوړلی.

ارسنال په غوره لیګ کې ایورټون ته 3-2 ماته ورکړه، په دې سره ارسنال وکولای شول چې  پنځم مقام خپل کړي. په دې سیالۍ کې د ارسنال له پاره ابامیانګ (2) او ان کیټا ګولونه ولګول. ارسنال په لوبډله کې پیاوړي لوبغاړي لري.