درې انګلنډي لوبغاړي له راحستان رایلز سره لوبیږي

ولید خپلواک

 د هندوستان انډين پریمیر لیګ  چې په پام کې وه د تېرې مارچ میاشت پر ۲۹ نېټه د نړۍ د مشهوره لوبغاړو په منځ کې پېل شوی وای، د کرونا وایروس له امله ځنډېدلی دی. دا چې د هندوستان آی پي ایل، په نړۍ کې ګڼ شمېر مینوال لري، نو ممکن راتلونکی فصل د راجستان رایلز لپاره ډېر ګټور تمام شي.

په دغه لوبډله کې ۳ انګلستاني لوبغاړي چې پوره په ټچ او فام کې دي، ممکن ښه نتېجه ورکړي.

رایلز لپاره پیلونکی لوبغاړی جاس بټلر هغه نوم دی چې په وروستېو وختونو کې تر ډېره ګټور لیدل کیږي او د انګلستان په ملي لوبډله کې جلا لوبه تر سره کوي.

دوهم لوبغاړی بیا د منځنۍ لېکې تر ټولو مشهوره الراونډر بین سټوکز دی. نوموړي د انګلستان په تاریخ کې ځانګړې لوبې تر سره کړي او په ښه فام کې لیدل کیږي.

درېیم انګلستانی لوبغاړی بیا ټام کرن دی چې په اوسنې وختونو کې د خپلو تجربو پر اساس د بهترینه بالینګ ترڅنګ غوره توپ وهنه هم تر سره کوي. که راجستان لوبډله یادو لوبغاړو ته د سیالۍ پر جریان کې چانس ورکړې نو ډېر کلیدي رول به ولوبوي.