کرونا وایروس د توکیو المپیک ته هم ځنډ ورکړی

د توکیو د المپيک کېټې خبر خپور کړی دی چې د دې هېواد د ۲۰۲۰ کال د نړیوال المپیک سیالۍ په رسمي توګه تر ۲۰۲۱ کال تر دوبي پورې وځنډېدې. په نړۍ کې د کرونا وایروس د ګواښ له امله چې د نړۍ ګڼ شمېر معتبر لیګونه یې درولي دي، د توکیو د المپیک نړیوالې کمیټې د جاپان صدراعظم شنزو ابی او د دې لوبو سیمه ییزو تنظیمونکو پریکړه وکړه چې د کروناویروس د خپریدو له کبله د توکیو د المپیک سیالۍ د مهالویش سره سم پرمختلای نشي.

 د المپیک نړیواله کمیټه وایي دغه لوبې به د ۲۰۲۱ کال د دوبي پورې وشي، خو نوم به یې د توکیو د ۲۰۲۰ کال المپیک وي.

په پام کې وه چې د نړیوال المپیک لوبې د ۲۰۲۰ کال د جولاۍ په ۲۴ د جاپان په توکیو ښار کې وشي.

د توکیو د المپیک سیالۍ د لوبغاړو، سپانسرانو، د لوبو د خپروونکو تلویزیوني کمپنیو او د نړۍ د څه دپاسه ۲۰۰ ملي المپیک کمیټو د فشار په نتیجه کې وځنډیدې چې عمده عامل یې د کرونا ویروس خپریدل وو.

کرونا وایروس د نړۍ ګڼ شمېر لیګونو ته ځنډ ورکړی دی او ګڼ شمېر مالي زیانونه یې هم ورته اړولي دي.