پر فوټبال د کرونا وایروس اغېزې! نور هم شته

محمود خان منندوی

د سویس د فوټبال فدراسیون اعلان کړه، چې د دې هېواد د فوټبال لیګ د 24مې اوونۍ ټولې لوبې د کرونا وایروس د خپریدو له امله لغوه او بل وخت ته وځنډېدلې.

 د ایټالیا په شمال کې د کرونا وایروس د خپریدو له امله د اینټر میلان – یوونټوس د یکشنبې تر لوبې مخکې د ساري کنفرانس لغوه شو.

 د بایرن میونیک کلب په یوې اعلامیه کي اعلان کړه، چي د کرونا وایروس د خپریدو له امله د دې کلب لوبغاړي او مینوالو ته لالسلیک نه شي ورکولای او له سلفي اخیستو هم منع دي.

ساډیو ماني:  په سنګال کي تر دوو کلونو پورې مخکې ټوله د ریال ماډریډ، منچسټر یونایټیډ او بارسلونا مینوال ول، خو اوس د لیورپول مینوال دي. غوره لیګ د نړۍ غوره لیګ دی.

 کله چې د لیورپول لوبه وي، نو داسې فکر کېږي، چې د سنګال د ملي لوبډلې لوبه ده.