سولې ستا په هیله فوټبال لوبلړ کې نادعلي لوبډلې بریا خپله کړه

سولي ستا په هيله فوټبال ټورنمينټ لومړۍ لوبه کې نادعلي ولسوالۍ ګريشک ته پينالټي شوټونو کې ماته ورکړه.

 لوبه په پوره وخت کې ۲-۲ مساوي او په پينالټي شوټونو کې ۷-۶ نادعلي وګټله.  دغه سيالۍ د مرکز لښکرګاه د اتلس کلنو منتخبي، نادعلي، ګريشک او ناوې ولسوالۍ د لوبډلو ترمنځ د سولې د وروستۍ اوونۍ او تاو تريخوالي د کمېدو په ملاتړ وړمه ورځ په مرکز لښکرګاه کرزي لوبغالي کې پيل شوې.

 نن به ددې لوبلړ په دوام کې  د لښکرګاه ښار او ناوې ولسوالۍ ترمنځ لوبه وشي.

 يادې سيالۍ چې د هلمند فوټبال فدراسيون لخوا د سولې او اوربند په ملاتړ د لښکرګاه ښار په کرزي لوبغالي کې جریان لري، چې د نادعلي، ناوې، ګريشک او لښکرګاه منتخبه اتلس کلنه لوبډله لوبيږي.

دلوبلړ دغه ذکر شوې سیالۍ هره ورځ د ماسپښين په درې بجو پېلیږي.