نن شنبه په هلمند کې د فوټبال لوبلړ پېلیږي

سمیع سیرت

 د هلمند مرکز لښکرګاه کې د نن د شنبې په ورځ (سولي ستا په هيله) فوټبال لوبلړ د هلمند د درېیو ولسوالېو او يوې مرکزي لوبډلې ترمنځ پېليږي.

 يادې سيالۍ چې د هلمند فوټبال فدراسيون لخوا د سولې او اوربند په ملاتړ د لښکرګاه ښار په کرزي لوبغالي کي پيليږي، ورپکې به د نادعلي، ناوې، ګريشک او لښکرګاه منتخبه اتلس کلنه لوبډله لوبيږي.

دلوبلړ دغه ذکر شوې سیالۍ به د ماسپښين په درې بجې ترسره کيږي.

فوټبال، کرکټ او والیبال هغه سیالۍ دي چې ګڼ شمېر مینوال لري، ځکه خو د افغانستان په ګوډ ګوډ کې ترسره کیږي.