د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ په پای کې پېلیږي

سید ادریس ولیزاده

 د هندوستان غوره لیګ دیارلسم پړاو سیالۍ د روان ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې پېلیږي. آی پي ایل چې د هندوستان په کور دننه هر کال پېلیږي، د نړۍ له پیاوړو لوبډلو څخه ورته پیاوړي لوبغاړي پیرل کیږي.

 په یادو سیالیو کې اته لوبډلې برخه لري.

چنای سوپر کینګز، راجستان رایلز، رایل چلینجرز بنګلور، کلکته نایټ رایډرز، ممبۍ اینډینز، سنریزر حیدراباد، کینګز ایلیون پنجاب او ډهلي کپیټلز به برخه واخلي.

 د دیارلسم پړاو لومړۍ لوبه د مارچ میاشتې په ۲۹مه نیټه د ممبیي ایالت په ونحیدي کرکټ لوبغالي کې د دفاعي اتلې لوبډلې ممبيي اینډینز او د ۲۰۱۸ کال اتلې لوبډلې چنای سوپر کینګز ترمنځ د ماښام په اوو بجو پیلیږي.

 په دغو لوبو کې له افغانستان کرکټ ملي لوبډلې څخه پیاوړی لوبغاړی راشد خان، محمد نبي او مجیب ځدراڼ هم لوبیږي.

 د هندوستان غوره لیګ( IPL) له ۲۰۰۸ کال راهیسې په شل اووره فارمټ ترسره کېږي.