د فیفا رئیس: کرونا وایروس زموږ لیدونکي له کمښت سره مخ کړي

محمود خان منندوی

د فیفا رئیس اینفانټینو تائید کړه، چې د کرونا وایروس د خپریدو له امله ممکن په مارچ میاشت کي د ملي لوبډلو ځینې سیالۍ لغوه شي.

 هغه د دې تر څنګ وویل، چي د ډېر وخت له پاره د تماشاچیانو څخه بغیر د لوبو ترسره کولو د زغم وړ نه دي.

رسمي:  د لالیګا په ۲۹مه اوونۍ کې د مارچ پر ۲۱مه ریال ماډریډ په سانټیاګو بیرنابیو کې د ماښام پر اووه نیمې بجې د والنسیا پر وړاندې او د مارچ پر ۲۲مه بارسلونا د لیګانیس سره په نیو کمپ کي د شپې پر دولس نیمې بجې لوبیږي.

د وړمې ورځې په سیالۍ کې چې کله ځوان لوبغاړي وینیسیوس ګول وواهه،  تر ګول  وهلو وروسته یې  د کریسټیانو رونالډو د ګول لګولو په څېر خپله خوښي څرګنده کړه.

رسمي: روما د جانلوکا مانچيني او جورډن ورټو قرارداد دایمي کړ. روما دا لوبغاړي د اټلانټا او فیورنټینا څخه په قرض اخیستي ول.

ګاټزټا ‌وایي:  د لوبو څخه تر یوې میاشتي لیرې کیدو وروسته، اوس په تازه معایناتو کې معلومه شوې ده، چې سمیر هندانوویچ جوړ شوی دی او راتلونکو لوبو کې لوبیدای شي.

د منچسټر سیټي جرمنی لوبغاړی لیروی ساني چې ۶ میاشتي د ټپي کېدو په خاطر له لوبو څخه لیري و، پرون شپه د دې کلب د ۲۳ کلنو لوبډلې له پاره د ارسنال د ۲۳ کلنو د لوبډلې پر وړاندي ولوبېد.