کیکو کاسیا د نژاد پرستۍ په تور له ۸ سیالېو محروم شو، نور هم شته

محمود خان منندوی

د لیډز یونایټیډ هسپانوی ګول ساتوونکی کیکو کاسیا د اټلاټیک حمله کوونکي لوبغاړي جاناټان لکو ته د نژاد پرستانه توهین په خاطر د انګلستان د فوټبال اتحادیې له خوا ۸ لوبې محروم او ۶۰زره پونډه جریمه شو.  کاسیا ویلي چي ما توهین نه دی کړی!

 سن سپورټ: لمپارډ د راتلونکي فصل له پاره ۷ لوبغاړي نه غواړي: زوما، جورجینیو، کیپا، الونسو، بارکلي، امرسون، ویلیان او پیډرو.

 په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره جرمني کلبونو د میلادي کال ۸ لومړۍ لوبې په ټولو ټورنمنټنونو کې وګټلې.

روما د جانلوکا مانچيني او جورډن ورټو قرارداد دایمي کړ. روما دا لوبغاړي د اټلانټا او فیورنټینا څخه په قرض اخیستي ول.

د منچسټر سیټي جرمنی لوبغاړی لیروی ساني چې ۶ میاشتي د ټپي کېدو په خاطر له لوبو څخه لیري و، پرون شپه د دې کلب د ۲۳ کلنو لوبډلې له پاره د ارسنال د ۲۳ کلنو د لوبډلې پر وړاندي ولوبېد.

رسمي: روما د جانلوکا مانچيني او جورډن ورټو قرارداد دایمي کړ. روما دا لوبغاړي د اټلانټا او فیورنټینا څخه په قرض اخیستي ول.

ګاټزټا ‌وایي:  د لوبو څخه تر یوې میاشتي لیرې کیدو وروسته، اوس په تازه معایناتو کې معلومه شوې ده، چې سمیر هندانوویچ جوړ شوی دی او راتلونکو لوبو کې لوبیدای شي.

د وړمې ورځې په سیالۍ کې چې کله ځوان لوبغاړي وینیسیوس ګول وواهه،  تر ګول  وهلو وروسته یې  د کریسټیانو رونالډو د ګول لګولو په څېر خپله خوښي څرګنده کړه.