سبا شنبه د کاناډا په وانکو ور ښار کې د  فوس بال سیالۍ کېږي

 د روانې میاشتې په اوږدو کې د کاناډا هېواد په مشهور ښار وانکوور کې د فوس بال سیالۍ ترسره کېږي، چې د مارچ په ۱۴ مه نېټه پېلېږي او د همدې میاشت تر ۱۶ مې نېټې به دوام وکړي، دې لوبو کې د یاد هېواد ګڼ شمېر لوبغاړي ګډونوال دي.

 د فوس بال یا لاسي فوټبال لوبې د مارچ میاشت په ۱۴ مه نېټه د کاناډا هېواد په وانکوور ښار کې د دوه ورځو لپاره ترسره کېږي، چې د یاد هېواد لسګونه لوبغاړي به پکې برخوال وي.

 دې لوبوته د مېز فوټبال یا ټېبل ساکر هم ویل کېږي.

 د فوس بال لوبو کې دوه لوبغاړي یوه لوري ته او دوه لوبغاړي بل لوري ته وي، په دې لوبه کې یو مېز وي، پکې ډنډې نصب وي او د ډنډو په منځ کې پلاستیکي وسیلې وي، چې کارتون ته ورته جوړې شوې وي، د مېز یو سر او بل سرته ګولونه وي.

 د دواړو لوبډلو څلور لوبغاړي هڅه کوي، چې له خپلې مقابلې دوه کسیزې لوبډلې لوبه وګټي او زیات ګولونه ووهي، کومه لوبډله چې توپ ګول ته ورداخل کړي او زیات ګولونه ووهي همغه لوبډله ګټونکې بلل کېږي.

 خو د جانبې لوبډلې لوبغاړي هڅې کوي، چې زیات ګولونه ووهي او د بري مقام ته ورسي.

 د فوس بال یا ټېبل سوکر لوبې د کاناډا سربېره د کال په اوږدو کې نورو هېوادونو کې هم د ساعت تېرۍ لپاره ترسره کېږي