لالیګا فوټبال لیګ: نن/شنبه څلور سیالۍ کیږي

د لالیګا فوټبال لیګ په دوام نن شپه څلور لوبې کېږي، چې لومړۍ لوبه کې ویاریال د اټلیټیکو ماډرېډ، ریئل ماډرېډ د اېسپانیول، ګراناډا د الاوېس او لېوانټي د ولېنسیا پر وړاندې لوبېږي.
دا لوبې د افغانستان پر وخت ماخستن مهال ترسره کېږي.
تېره شپه په لالیګا فوټبال لیګ کې څلور سیالۍ ترسره شوې، چې څلور لوبډلو، څلور نورې ماتې کړې.
سیویا لوبډلې، لیګانس ته یو د صفر پر وړاندې ماته ورکړه، اتلېټېکو بلبو، ګراناډا ته دوه د صفر پر وړاندې، اوساسونا لوبډلې اېسپانول ته څلور د دوه ګولونو پر وړاندې، خیطافي لوبډلې لېوانټي ته څلور د صفر پر وړاندې او بارسلونا بیا اټلیټیکو ماډرېډ لوبډلې ته یو د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.
د ډېسمبر په ۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ هم دې لیګ کې پنځه لوبې کېږي.
دغه سیالۍ په می میاشت کې پای ته رسېږي.