د ویسټ انډیز پر وړاندې هندي ویرات کوهلي بې سارې لوبه وکړه

د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي د ٦ شپږيزو او ٦ څلوريزو پر مټ په ٥٠ توپونو ٩٤ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې د ويسټ انډيز له لوري ورکړل شوى هدف يې پوره او په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې يې بريا خپله کړه.
د هند او ويسټ انډيز لوبډلې ترمنځ د ٣ شل اوريزو لوبو لوبلړۍ په هند کې ترسره کېږي، چې د دغه لوبلړۍ لومړۍ لوبه پرون  د هند په حېدر اباد کې ترسره شوه.

د هند له لوري لوبډلمشر ويراټ کوهلي په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې د ٦ شپږيزو او ٦ څلوريزو پر مټ يې په ٥٠ توپونو ٩٤ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز کى ايل راهول ٦٢ او ريشاب پانټ ١٨ منډې وکړې. د يادولو ده چې د ويراټ کوهلي نننۍ منډې د هغه په شل اوريزو لوبو کې تر ټولو زياتې منډې دي.