ویرات کوهلي به د افغانستان په وړاندې په ټیسلوبه کې نه وي

تاند- د هند د کرکټ د ملي لوبډلې نامتو لوبغاړی او کیپتان ویرات کوهلي به د افغانستان او هند په لومړنۍ ټیست لوبه کې ګډون ونه کړي.

هندي ورځپاڼو نن /شنبه/ راپور ورکړ چې د دغه هیواد کرکټ بورډ د شنبې په ورځ ویرات کوهلي ته اجازه ورکړه چې په اګست کې انګلیستان ته د ټیست سیالیو لپاره تر تګ مخکې په کورنیو سیالیو کې ولوبېږي.

د دې معنا دا ده چې کوهلي به، چې د نړۍ په کچه تکړه لوبغاړی دی، د افغانستان په وړاندې په ټیست لوبه کې برخه وانخیستلی شي.

دا مسابقه به، چې د جون له څوارلسمې تر اتلسمې په بنګلور کې کېږي، له هغه وخته وروسته چې د افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی دی، لومړنۍ ټیست مسابقه وي.

افغانستان تېر کال د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

کوهلي به درېم هندي لوبغاړی وي چې د کرکټ په سږني فصل کې د لوبېدو اجازه اخلي.

تر ده وړاندې چیتیشوار پوجارا او ایشانت شرما ته اجازه ورکړل شوې وه.