افغانستان او ویسټ انډیز پایلوبه کوي

تاند- د افغانستان او ویست انډیز د کرکټ ملي لوبډلې نن /یکشنبه/ په خپل منځ کې د نړیوال جام د غوراوي د ټورنمنټ په پایلوبه کې مخامخ دي.

دواړه لوبډلې نړیوال جام ته غوره شوي خو نننۍ مسابقه، چې د زیمبابوې په پلازمېنه هرارې کې کېږي، دواړو ته له دې درکه اهمیت لري چې له یوې خوا د دوی په درجه بندۍ یا رینکینګ اغېز لري.

دغه راز ګټونکی ټیم به په نړیوالو سیالیو کې له لومړي ټیم سره نه مخامخ کېږي.

افغانستان وروسته له دې د نړیوال جام د غوراوي پایلوبې ته ووت، چې ویست آنډیز، متحده عربي امارت او آیرلنډ ته یې ماتې ورکړه او له بلې خوا زمبابوې او سکاټلنډ خپلې سیالۍ وبایللې.